د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته ورسېد.
دا د ولسمشر په توګه د بایډن تر ټاکل کېدو وروسته د هغه بهرنی لومړنی سفر دی.
بایډن د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا «جي-اووه» ډلې په درې ورځنۍ سرمشریزه کې چې د بریتانیا جنوب د کورنوال ساحلي ښار یې کوربه و، له ګډون وروسته بروکسل ته رسېدلی دی.
بایډن به د ناټو په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې چې نن دوشنبه پیلېږي له ګډون وروسته، د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د سویس په جنوا ښار کې وګوري.
بایډن په «جي-اووه» سرمشریزه کې همکاري ډېره عالي وبلله او ویېویل چې د ده د ښکېلتیا لپاره یوه رښتینې لېوالتیا رامنځته شوې.
نوموړي په یوه خبري غونډه کې وویل چې امریکا بېرته د نړۍ د چارو مشري ته ورستنه شوې او له َټولو هغو هېوادونو سره به چې زموږ ژور ارزښتونه پالي، دغه مشري مخ ته یوسي.