د هرات والي: د اوبه ولسوالۍ طالبانو نیولې

د هرات والي عبدالوحید قتالي

د هرات والي تأیید کړه چې د دې ولایت اوبه ولسوالۍ طالبانو نیولې.

عبدالوحید قتالي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو د ولسوالۍ او د امنیه قوماندانۍ ودانۍ نیولي، خو دوی هڅه کوي چې هغوی بېرته له دغو ودانیو وباسي.

د ښاغلي قتالي په خبره د نښتو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو ۲۰ غړي ټپیان شوي چې د درېیو وضعیت‌یې نازک دی.

قتالي همدارنګه طالبانو ته هم په نښتو کې د درنې مرګ‌ژوبلې د ور اړولو خبره وکړه، خو ویې‌ویل چې تر اوسه‌یې د دقیق شمېر په اړه معلومات نه‌لري.

وسله‌والو طالبانو په اوبه ولسوالۍ کې چې د هرات ښار په ختیځ ۱۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې حملو ته زور ورکړی و.

طالبانو هم ویلي چې ولسوالۍ یې نیولې او یوازې په سیمه کې د ملي اردو یو کنډک مقاومت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ازادي راډیو موندنې ښیي چې په تېره یوه اوونۍ کې په بېلابېلو ولایتونو کې شااوخوا ۱۶ ولسوالۍ د "فاریاب قیصار او دولت‌اباد ولسوالۍ، د غور شهرک او تولک، د ارزګان ګېزاب او چنارتو، د غزني جغتو او اب‌بند، د بادغیس سنګ اتش او جوند، د تخار چاه‌اب او اشکمش، د بدخشان ارغنجخواه، د دایکنډي پاتو، د سرپل سوزمه قلعه او د بلخ زارع ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي".

دا موندنې د سیمه‌ییزو خبریالانو د راپورونو پر بنسټ دي، خو کوم سیمه‌ییز رسمي مقام په رسمي ډول نه‌دي تأيید کړي.