سرچینه: د کندز خان‌اباد ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو ونیوله

ارشیف، د کندز خان‌اباد ولسوالۍ چوک

یوه سرچینه وايي، د کندز خان‌اباد ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو له‌خوا ونیول شوه.

په دې ولسوالۍ کې له تېرو دوو ورځو د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې وې.

په خان‌اباد ولسوالۍ کې یوې باوري سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه‌ښوولو په شرط نن سهار ازادي راډیو ته وویل، د خان‌اباد ولسوالۍ مرکز تېره شپه د وسله‌والو له‌خوا نیول شوی دی.

سرچینه وايي، افغان امنیتي ځواکونو د دې ولسوالۍ توپخانې غونډۍ ته شاتګ کړی دی.

حکومتي چارواکو او رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ټویټر کې ادعا کړې چې نن سهار د خان‌اباد ولسوالۍ مرکز او امنیه قومانداني له ټولو تجهیزاتو سره د دوی له‌خوا نیول شوي.

تازه د هرات والي تأیید کړه چې د دې ولایت اوبه ولسوالۍ هم طالبانو نیولې ده.

د ازادي راډیو موندنې ښیي چې په تېره یوه اوونۍ کې په بېلابېلو ولایتونو کې شااوخوا ۱۶ ولسوالۍ د "فاریاب قیصار او دولت‌اباد ولسوالۍ، د غور شهرک او تولک، د ارزګان ګېزاب او چنارتو، د غزني جغتو او اب‌بند، د بادغیس سنګ اتش او جوند، د تخار چاه‌اب او اشکمش، د بدخشان ارغنجخواه، د دایکنډي پاتو، د سرپل سوزمه قلعه او د بلخ زارع ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي".

دا موندنې د سیمه‌ییزو خبریالانو د راپورونو پر بنسټ دي، خو کوم سیمه‌ییز رسمي مقام په رسمي ډول نه‌دي تأيید کړي.