د کابل ښار پرونۍ چاودنو کې د افغان فلم دوه کارکوونکې ووژل شوې

فاطمه محمدي او طبیه موسوي

افغان فلم خبر ورکوي چې د دې ادارې دوه ښځینه کارکوونکې د کابل په پرونۍ چاودنو کې وژل شوې دي.

د افغان فلم مشرې صحرا کریمي، نن (یکشنبه ، د جون ۱۳مه) په ټویټر کې لیکلي چې د کابل له چاودنو یوه ورځ وروسته، د دې ادارې د دوه کارکوونکو مړي په عدلي طب کې د هغوی د کورنیو له‌خوا وپېژندل شول.

هغې زیاته کړې طیبه موسوي او فاطمه محمدي، د پرونۍ چاودنې دوه قربانیانې دي چې تازه‌یې د افغان فلم د انیمېشن او د څېرې د ډيزاین په څانګه کې کار پیل کړی و.

اغلې کريمي زیاته کړه چې وژل شویو کارمندانو یې د افغان ماشومانو په یوې پروژې باندې کار کاوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا پرون په کابل ښار کې د سپرلیو دوه ټونس ډوله موټرو باندې د پرسونل ضد ماینونو چاودنې شوي چې له امله‌یې اووه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

تر دې دمه کومې ډلې یا کس د دې چاودنو مسؤلیت نه‌دی منلی.

په دې وروستیو کې، د کابل لوېدیځ سیمو کې ښاري موټرونه د ماین چاودنو هدف ګرځېدلي.

د جون په درېیمه په همدې ډول یوه بله چاودنه کې د اریانا تلویزیون د خبرونو وړاندې کوونکې مینا خیري، مور او خور یې هم ووژل شول.