جو بایډن د جاپان صدراعظم ته د توکیو د المپیک سیالیو د ملاتړ ډاډ ورکړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د جاپان صدراعظم یوشیهاید سوګا

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جاپان له صدراعظم یوشیهاید سوګا سره په کتنه کې د توکیو د المپیک سیالیو د ملاتړ ډاډ ورکړ، خو په عین حال کې یې وویل، په‌کار ده چې د برخه‌والو د خوندیتوب لپاره روغتیايي تدابیر په پام کې ونیول شي.

د سپینې ماڼۍ له یوې خبرپاڼې سره سم، بایډن په بریتانیا کې د «جي-۷» ډلې د سرمشریزې په څنګ کې پرون د جاپان له صدراعظم سره په خبرو کې وویل، پر هغو امریکايي لوبغاړو ویاړي چې د توکیو د لوبو لپاره روزل شوي دي.

په ۲۰۲۰ م کال د توکیو المپیک لوبې په نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو له کبله وځنډول شوې.

ټاکل شوې ده چې د جولای په ۲۳مه نېټه دا لوبې په توکیو کې له دې سره سره پیل شي چې ډېر خلک، ګڼې جاپانۍ کمپنۍ او طبي کارکوونکي یې مخالف دي.