د زرمت اوسیدونکي: طالبانو عامه لارې په ماینونو پوښلي، ځینې سپارښتنې هم لري

د پکتیا یو شمېر وسله وال طالبان

د پکتیا د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکو او قومي مشرانو د شنبې (د غبرګولي ۲۲مه) په ورځ د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال رسنیو ته وویل چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې وسله والو طالبانو دې ولسوالۍ ته په غځېدلو عامه لویو لارو کې ماینونه ځای پرځای کړي او له خلکو یې غوښتي چې له دولتي ځایونو لېرې شي.

د دې ولسوالۍ یو تن قومي مشر مالک صابري وایي، دغه وضعیت د خلکو په ورځنیو چارو زیات منفي اغېز کړی دی: "ټوله ولسوالۍ او ولس له هر شي نه محروم دي، شفاخانو ته نه شي تلی، خوراکي او غیرخوراکي موادو کمښت سره مخ دي، وهم ورسره پيدا دی، له کوره دباندې نه شي وتلی، دا یوه غټه ستونزه ده."

دوی وايي، هغه خلک چې دولتي ځایونو ته په نږدې سیمو کې مېشت دي د وسله والو له خبرداري وروسته نورو سیمو ته بې ځایه شوي چې شمېر یې زرګونه کورنیو ته رسېږي.

د پکتیا د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو ریاست مسوولین هم مني چې په زرمت کې زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي وایي، د اړمنو کورنیو سره د مرستې او د دقیقو شمېرو د راټولولو لپاره لومړنۍ سروې پیل شوې ده.

د زرمت ولسوالۍ یو بل قومي مشر عبدالمحمد رسنیو ته وویل، وسله وال طالبان د خلکو له کورونو د سنګر په توګه استفاده کوي او د خلکو په تګ راتګ یې هم بندیز لګولی: "خلک یې له کورونو ایستلي، سنګر یې ګرځولی، که جنګ کوي د باندې یې وکړه، بل بازار یې تړلی دی، خلک نه راپریږدي ورته وایي چې نن یې سقوط کوو سبا ته یې سقوط کوو، شپږ ورځې تېرې شوې."

د پکتیا یو شمېر قومي مشران

دوی وایي، د زرمت ولسوالۍ اوسنی امنیتي وضعیت د ډاډ وړ نه دی او په دې اړه یې شته اندېښنې له ځایي چارواکو سره شریکې کړی، خو په وینا یې د دولت اقدام ډېر وروسته او پڅ دی.

دوی وایي، په دې جګړه کې تراوسه یو ماشوم وژل شوی، یو بل ملکي وګړی ټپي شوی او ښایي ارقام له دې هم پورته وي.

د پکتیا ځایي اداره هم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه دقیق ارقام نه لري.

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي ازادي راډیو ته وویل چې په زرمت ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په وړاندې د عملیاتو پڅ والی د ملکي وګړو خوندیتوب دی.

ښاغلي فدايي زیاته کړه: "وسله وال تل له مساجدو، مدرسو او همدارنګه له کورونو نه د سپر په توګه ګټه اخلي او په زرمت کې یې خلک له کورونو ایستلي دي، موږ د دې لپاره احتیاط کوو چې د یوه مسول حکومت په توګه د مسجد، مدرسې، کورونو او د عامو وګړو د سرساتنه مسوولیت بولو."

د پکتیا والي محمد حلیم فدایي

خو یوازې زرمت نه، بلکې د پکتیا په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم تېره شپه د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې شوي چې دواړه لوري یوه بل ته د درنو تلفاتو د اوښتو خبره کوي.

د پکتیا والي ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د دې ولایت په احمد ابا ولسوالۍ کې د یو شمېر کورونو دروازې ماتې کړي، څو ترې د سنګر په توګه کار واخلي.

والي همداراز وویل چې د مېرزاکې ولسوالۍ اړوند د کړکین خولې په سیمه کې له یوې پوستې سره یې وروسته له هغې اړیکه پرې شوې چې تېره شپه پرې وسله والو طالبانو برید وکړ او درنه جګړه رامنځته شوه.

د پکتیا والي زیاتوي، د اړیکې د پرې کېدو له امله افغان لوري ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه لري، خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، په دې برید کې یې یاده پوسته نیولې، ۴۴ سرتیري یې ژوندي نیولي، ۷ ټانګونه یې له منځه وړي او شپږ سرتیري یې وژلي دي.

مجاهد وایي، په نښته کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

مجاهد همدا راز ازادي راډیو ته وویل چې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د لویو عملیاتو د پیلولو په موخه په سیمه کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره دولتي ځایونو ته نږدې کورنۍ یې له کورونو ایستلي دي.

دی وایي، په لویو لارو کې یې د خلکو په تګ راتګ محدودیتونه ځکه لګولي چې د نظامي کتارونو د مخنیوي په هدف یې ماینونه په کې ځای پر ځای کړي دي.

نوموړي د پکتیا د احمدابا ولسوالۍ په مچلغو سیمه کې د ملکي خلکو د ویجاړو شویو دروازو په اړه وویل چې له څېړنې وروسته به یاد معلومات له رسنیو سره شریک کړي.