سعودي: ۶۰ زره سعودي وګړي د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه لري

سعودي عربستان وايي یوازې واکسین شوي وګړي د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه لري.

د سعودي عربستان چارواکي وايي، د دغه هېواد په زرګونو واکسین شوي وګړي به سږکال د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ولري.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د حج او عمرې وزارت په حواله راپور ورکړی چې دغه مراسم به د سعودي عربستان ۶۰،۰۰۰ وګړو او اوسېدونکو ته پرانیستي وي.

وزارت وايي، هغه کسان چې غواړي د حج فریضه ادا کړي باید جدي ناروغي ونه لري، واکسین شوي وي، عمرونه یې د ۱۸ او ۶۵ کلونو ترمنځ وي.

د کرونا تر وبا مخکې هر کال تر دوو میلیونو ډېرو کسانو د حج په مراسمو کې برخه اخېستله.

چارواکو تېر کال د سعودي عربستان یوازې زرو کسانو ته په دغو مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړه.

په پام کې ده، سږکال د حج مراسم د جولای میاشتې له ۱۷مې تر ۲۲مې وشي.