هلمند کې تازه جګړې؛ بزګران: حاصلات په بېړه راټولوو څو د اور خوراک نه شي

ارشیف، یو تن افغان بزګر

وروسته تر هغې چې په هلمند ولایت کې د جګړو له امله د یو شمېر کروندګرو او بزګرانو د غنمو حاصلات او کروندې د اور د لمبو خوراک شوې، د دغه ولایت په جنګي کمربندي سیمو کې کروندګر د خپلو ځمکو د حاصلاتو په راټولولو کې تلوار کوي.

جمعه خان د هلمند د مرکز لښګرګاه امنیتي کمربند ته نژدې د بولان سیمه کې پر لس جریبه ځمکه غنم کرلي دي.

دی هڅه کوي خپل غنم چې لا هم په پوره توګه حاصل ته نه دي رسیدلي، ژر تر ژره راټول کړي، څو حاصلات یې د جګړې د اور خوراک نه شي.

جمعه خان زیاته کړه: "دغه غنم ژېړ دي، د جګړې ټک او ټوک ډېر دی، خلک کوښښ کوي چې دا خپله غَله راټوله کړي ځکه د ټول کال خواري یې ده."

یو شمېر افغان بزګران د خپلو حاصلاتو په راټولولو بوخت دي.

جمعه خان او د هلمند لسګونه نور کروندګر وروسته تر هغه د غنمو د حاصلاتو په راټولولو کې بېړه کوي چې شااوخوا یوه اوونۍ مخکې د دې ولایت په عینک سیمه کې د غنمو څلور کروندې د مرمیو د لګېدو له امله په بشپړه توګه وسوځېدې.

بزګران او ځمکه لرونکي وايي، اړ شوي چې ډېر تاوان ته غاړه کښیږدي، خو پر ځمکه ولاړ غنم لو او راټول کړي.

محمد شاه چې د هلمند په عینک سیمه کې د یوه بزګر سره لوګری دی وايي، خلک د اقتصادي ستونزو له امله مجبور دي چې د جګړې خطر پر ځان ومني او حاصلات راټول کړي.

دی زیاتوي: "غنم ژېړ او وچ دي، ژر سوځي، خلکو د جګړو له وېرې خپل غنم په نیمايي هم ورکړي څو یې ژر ورېبي، څو د جګړو د ډزو پر مهال ونه سوځي، موږ هم ویریږو چې خدای مه کړه موږ ونه ویشتل شو."

په عین وخت کې په هلمند کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس زلمی الکو سږکال په دغه ولایت کې د تېرو کلونو پرتله د غنمو حاصلات ښه بولي، خو د غنمو د څو کروندو د سوځېدو پېښو ته په اشارې روانې جګړې د دغه حاصلاتو پر وړاندې یو لوی سرخوږی بولي.

په هلمند کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس زلمی الکو

د کرنې او مالدارۍ رییس زیاتوي چې سږکال به په هلمند کې ۵ لکه مټریک ټنه غنم تر لاسه شي.

ښاغلي الکو زیاته کړه: "شااوخوا ۵ لکه مټریک ټنو په اندازه به موږ د غنمو حاصلات ولرو چې دا د تېر کال پرتله حاصلاتو کې زیاتوالی دی، خو متاسفانه د موسمي جګړو پر اساس چې په هلمند ولایت کې اوس جریان لري، کابو د ۳ یا ۴ ورځو په جریان کې په بولان کې ۳ قطعې ځمکې د دغه جګړو له امله سوځول شوي دي او همدا ډول په ناوې ولسوالۍ کې یو ډاګ یا درمند سوځول شوی دی او دوې قطعې ځمکې سوځول شوي دي."

په هلمند کې د غنمو د کروندګرو د شکایت سره هم مهاله د تازه سبزیجاتو او حبوباتو بزګران او کاروباریان وایي، د جګړې له امله یې ټول حاصلات په کروندو کې خراب او یا هم مجبور شوي چې لیلام یې کړي.