پنټاګون له اوکراین سره د نوې پوځي مرستې اعلان وکړ

ارشیف، یو شمېر اوکرایني سرتیري

د امریکا د متحدو ایالاتونو دفاع وزارت یا پنټاګون پرون جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) له اوکراین سره د نوې پوځي مرستې اعلان وکړ.

دغه وزارت وویل چې د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د مالي مرستو دغه بسته به د اوکرایني ځواکونو د اجرااتو، سوق او ادارې او د موقعیت د پوهاوي په اړه وړتیا زیاته کړي.

وزارت وايي، په دغو مرستو کې د توپونو ضد رادار، د ارتباطاتو تجهیزات، برېښنايي وسایل، د بې پېلوته الوتکو ضد سیسټمونه او پوځي روزنه شامله ده.

د امریکا متحدو ایالاتونو له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې له اوکراین سره د ۲ اعشاریه ۵ ملیارد ډالرو په ارزښت امنیتي مرسته کړې ده.

روسیې په ۲۰۱۴میلادي کال په غیرقانوني ډول د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه لاندې او له خپلې خاورې سره الحاق کړه، دغه راز یې د اوکراین په ختیځ کې د روس-پلوه بېلتونپالو ملاتړ پیل کړ.

د اوکراین په ختیځ کې د روانې جګړې له کبله تر ۱۳۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.