خېبرپښتونخوا افغانستان ته د څارویو پر لېږد بندیز لګولی

ارشیف، عکس تزیني بڼه لري

د خېبر پښتونخوا ایالاتي محکمې د راتلونکي لوی اختر لپاره افغانستان ته د څارویو پر لېږد بندیز لګولی دی.

دغه محکمې ویلي، دا پرېکړه يې ځکه کړې چې د قربانۍ لپاره سیمه ییز خلک د څارویو له کمښت سره مخ نه شي.

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې له دې وړاندې دغه محکمې افغانستان ته د زراعتي چرګانو پر صادراتو هم بندیز لګولی وو.

دا په داسې حال کې ده چې هرکال د لویې اختر په ورځو کې له خېبر پښتونخوا نه زیات شمېر څاروي د پلور لپاره افغانستان ته راځي.

که څه هم د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت هڅه کوي چې افغانستان له دې اړخه پر ځان بسیا شي، خو د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سختې وچکالۍ له امله دغه هېواد لا هم په دې برخه کې اړتیا لري.