نیویارک ټایمز: ۱۸زره افغانان د امریکا ځانګړو ویزو ته شېبې شماري

کابل کې د امریکا د سفارت ودانۍ

  • دي هیل

دي هیل ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزیر په قول لیکلي چې هوايي ځواک یې له بهره په افغانستان کې عملیات پیل کړي دي.

لوېډ اسټن دا خبره د پنجشنبې په ورځ د خپل هېواد د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وکړه، خو په دې اړه یې څه ونه ویل چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو له ایستلو وروسته به د کابل او نورو لویو ښارونو د ساتنې لپاره د طالبانو پر وړاندې د افغانستان د حکومت هوايي ملاتړ له بهره وکړي.

تر دې وړاندې په دې اړه نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی و.

نیویارک ټایمز د چهارشنبې د ورځې په ګڼه کې لیکلي و، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته پنټاګون په دې احتمالي پلان کار کوي چې که افغان امنیتي ځواکونه له جدي ستونزې سره مخامخ شول نو دوی به یې له دباندې هوايي ملاتړ وکړای شي.

ورځپاڼې ته څو جګپوړو چارواکو ویلي، د دې پلان پر اساس به امریکا له جنګي الوتکو یا بې پېلوټه الوتکو څخه په استفادې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ودانګي.

دي هیل ورځپاڼې د لوېډ اسټن په قول لیکلي چې امریکا له وړاندې څخه له بهره په افغانستان کې د استخباراتو او څارنې لپاره هوايي عملیات پیل کړي دي.

اسټن د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې غړیو ته وویل چې دا الوتنې د خلیج د سیمې له هېوادونو کېږي او د دې معنی دا ده چې دوی دا وړتیا لري چې له بهره دا ډول عملیات وکړي.

  • ګلوبل ټایمز ورځپاڼه

ګلوبل ورځپاڼې له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د امریکايي پوځیانو د اډو د احتمال په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

د پنټاګون چارواکي وروستۍ هڅې کوي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه اډې ورکړي چې له هغه ځایه په افغانستان کې تروریستي ضد عملیات وکړي.

د ورځپاڼې پر اساس، واشنګټن له دې سره سره تمرکز پر پاکستان کړی چې د ځینو امریکايي چارواکو په باور د اوس لپاره په دې برخه کې خبرې په ټپه درېدلي دي.

ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت د ویاند جان کربي خبرې رااخیستي چې وايي: "په داسې حال کې چې د اډو په اړه کومه موافقه لا نه ده شوې چې اعلان یې کړي، خو د افغانستان ګاونډیان د نړیوال ترورېزم ځپلو ته زموږ په شان لېوالتیا لري."

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د کرونا وبا د پېښو پر زیاتېدو لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې اوس د ثبت شوېو پېښو شمېر بې ساري یا ریکارډ حد ته رسېدلی، د پنجشنبې په ورځ د چین ۷ لکه ډوزه سینوفارم واکسین دغه هېواد ته ورسېد.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي چې دا واکسین به په لومړي ګام کې هغو کسانو ته ورکړي چې عمرونه یې تر ۵۵ کلونو زیات دي او یا جدي ناروغي لري.

که څه هم تردې وړاندې هند هم یوه اندازه واکسین افغانستان ته ورکړي وو، خو دې ته په پام چې افغانستان شااوخوا ۳۵ میلیونه نفوس لري، ډېر لږ افغانانو ته واکسین رسېږي.

د نړۍ ۷ سترو صنعتي هېوادونو ویلي چې د افغانستان په شان د نړۍ ۹۲ هېوادونو ته به د کووېد- ۱۹ شااوخوا یو میلیارد ډوزه واکسین ورکړي.

دوی پر نورو هېوادونو هم غږ کړی چې کم عایدو او د متوسط عاید هېوادونو ته واکسین ورکړي.

نیویارک ټایمز د افغان ترجمانانو په اړه هم لیکنه لري.

ورځپاڼه وايي، امریکايي پوځیان په داسې حال کې وځي چې د افغان ترجمانانو وېره پر ځای پرېږدي.

ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو پر اساس لیکلي چې یوازې د ۲۰۲۰ په وروستیو درېيو میاشتو کې د ۱۶۴۶ افغان ترجمانانو ځانګړې وېزې رد شوي دي.

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، د کار یا د ترجمانۍ د لازمې مودې په ثابتولو کې پاتې راتلل، د کافي اسنادو نه لرل، د ارزښتناک او صادقانه کار په کولو کې ناغېړۍ او د ناسمو معلوماتو ورکول د دغو کسانو د وېزو د ردېدو دلایل ښودل شوي دي.

ورځپاڼې په کابل کې د امریکا د سفارت په قول لیکلي چې ۱۸۰۰۰ افغانان انتظار دي چې د دوی د ځانګړو وېزو د غوښتنلیکونو په اړه څه پرېکړه کېږي؟