د پکتیا چارواکي: زرمت ولسوالۍ کې ۶۵ وسله وال طالبان وژل شوي

آرشیف٬ په پکتیا کې د افغان ځواکونو عملیات

د پکتیا امنیه قومانداني په زرمت ولسوالۍ کې د روانو پوځي عملیاتو په نتیجه کې لسګونو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د دې قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري نن جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) رسنیو ته وویل: "په دغو عملیاتو کې ۶۵ وسله وال وژل شوي او ۵۴ تنه نور یې مرګوني ټپیان دي. اوس هم عملیات روان دي. د پکتیا په ټولو سیمو کې د وسله والو مخالفانو پټنځایونه ویجاړوو."

د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، په زرمت کې د پیل شوېو عملیاتو هدف د دغې ولسوالۍ تصفیه ده.

وسله والو طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې د جګړې ښکېل لوري یوه او بل ته د جګړې په ډګرونو کې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.