د پکتیا والي: ۴ ولسوالیو کې د ترهګرو ۶۳ کسان وژل شوي

ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د پکتیا والي ادعا کوي چې تېره شپه په څلورو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د وسله والو طالبانو تر ۶۰ زیات غړي وژل شوي دي.

محمد حلیم فدايي، نن جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) رسنیو ته وویل: "امنیتي ځواکونو په زرمت، میرزکه، احمد ابا او احمدخېلو ولسوالیو کې د ترهګرو ۶۳ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل."

ښاغلي فدايي ویلي چې امنیتي ځواکونه به ټولې هغه ماینونه شنډوي چې په وروستیو کې وسله والو طالبانو پر لویو لارو ښخ کړي دي.

د وسله والو طالبانو ویاندویانو د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې د جګړې ښکېل لوري یوه او بل ته د جګړې په ډګرونو کې د درنې مرګ ژوبلې ادعاوې کوي.