پنټاګون: امریکا له خلیج حوزې افغانستان کې جنګي او استخباراتي ماموریت پیل کړی

ارشیف، یو تن امریکايي سرتیری

د پنټاګون مشر جنرال لوېډ اسټن وايي، د خلیج حوزې هېوادونو کې یې د امریکايي پوځي اډو په مرسته، افغانستان کې جنګي او استخباراتي ماموریت پیل کړی دی.

د امریکا د دفاع وزیر د سنا جرګې د وسله‌والو ځواکونو د خدماتو کمېټې استماعیه غونډې ته ویلي، له افغانستانه د متحده ایالاتو د عسکرو له وتو وروسته، د ترهګرۍ ضد ماموریت لپاره دوی اړ دي چې په پرله‌پسې توګه دا هېواد د هوا له لارې وڅاري.

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن

جنرال اسټن وویل، دا ماموریت له وړاندې پیل شوی دی: "د افق ورهاخوا واکونو د زیاتېدو او وړتیاوو لوړولو برخه کې زموږ د هڅو په دوام، یوازې دومره ویلای شم، هغه ډول چې موږ ډېر ظرفیت له هېواده بهر کړ، اوس‌مهال موږ له دې لارې ډېر څه کوو. څارنه، څېړنه او استخبارات د خلیج له هېوادونو کېږي. زموږ د ډېرو جنګي الوتکو ماموریت له خلیجي هېوادونو په یوه چوکاټ کې ترسره. اوس موږ دا واک لرو."

په دې اړه نور: د افغانستان په اړه د امریکا د دفاع وزیر نوې څرګندونې

د امریکا دفاع وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پرون پنجشنبه(د غبرګولي ۲۰مه) نیویارک ټایمز ولیکل، پنټاګون د داسې جواز تر لاسه کولو هڅه کې دی چې د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته، که کابل او یا هم د بل مهم ښار د سقوط ګواښ وي، دوی د افغان ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونه وکړي.

خو د پنټاګون مشر د سنا جرګې د وسله‌والو ځواکونو د خدماتو کمېټې ته دا هم وویل چې له افغانستانه په بشپړ ډول د دوی له وتلو وروسته به، افغان ځواکونو ته د هوايي ملاتړ برابرول ډېر ستونزمن وي.

د پنټاګون مشر دا هم تایید کړه چې د افغانستان له ګاونډیانو په یوه کې یې د پوځي اډو لپاره هڅې روانې دي، خو هغه په دې اړه ډېر جزییات ور نه کړل.

وړاندې راپورونه خپاره شوي چې امریکا غواړي له ډېورند هاغاړه قبایلي سیمو کې پوځي اډې جوړې کړي.

پاکستاني چارواکو دا راپور رد کړ او طالبانو هم ګواښ وکړ، که دا کار وشي، د جګړې د بدو پایلو مسوولیت به د هغه چا پر غاړه وي چې امریکايي عسکرو ته پوځي اډې ورکړي.

امریکا داسې مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد ماموریت لپاره د جنګي ماموریت د دوام په خاطر د حل لارې لټولو هڅه کوي چې له افغانستانه یې د عسکرو د وتلو لړۍ له نیمايي زیاته بشپړه شوې ده.

د سنا جرګې د وسله‌والو ځواکونو د خدماتو کمېټې ته د امریکا د ګډو ځواکونو قوماندان جنرال مارک مېلي د امریکايي عسکرو د وتلو دا بهیر مسوولانه او منظم وباله.

میلي زیاته کړه: "هغه ډول چې وایو، زموږ ګډ ځواکونه په خوندي، مسوولانه او سټراټیژیک ډول له افغانستانه ستنېږي، داسې مهال چې د افغان ځواکونو د تل‌پاتې ملاتړ ډاډ شته."

قوماندان جنرال مارک مېلي د امریکايي عسکرو د وتلو دا بهیر مسوولانه او منظم وباله.

له افغان ځواکونو د ملاتړ یوه بنسټیزه برخه د هوايي قواوو تجهیز او مالي ملاتړ دی. امریکا په وروستیو کې د دې چارې پرمخ وړو لپاره ټټر وهلی او کابل ته یې د پلاوي په وروستي سفر کې په دې موضوع بشپړ بحثونه شوي.

خو کارپوهان د هوايي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د استخباراتي او جنګي الوتکو ورکړه، په تخنیکي برخه کې د پرسونل روزل، د جنګي تجهیزاتو برابرول او تر خوا یې د ټرانسپورټي الوتکو ورکړه مهم فکټورونه بولي.