د افغانستان په اړه د امریکا د دفاع وزیر نوې څرګندونې

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن

د امریکا د دفاع وزیر وایي، د دوی پوځ مخکې له مخکې د افغانستان له بهره په دغه هېواد کې محاربوي او نظارتي عملیات پيل کړي دي.

لوېډ اسټن دا خبره پرون پنجشنبه(د غبرګولي ۲۰مه) د سنا مجلس استماعیه غونډې ته وکړه.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، اسټن د دې پوښتنې په ځواب کې چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته به د لویو ښارونو د سقوط په مخنیوي کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي او که نه؟ څه ونه ویل.

نوموړي ویلي، د احتمالي اقداماتو په اړه ګمان نه کوي، خو زیاته کړې یې ده چې د سرتیرو له وتلو وروسته به یې افغان ځواکونو ته د هوایي ملاتړ برابرول سخته چاره وي.

د امریکا د دفاع وزیر ویلي، د دوی پوځ دا مهال فارس خلیج کې له الوتک لېږدونکو بیړیو افغانستان ته کشفي الوتکې لېږي.

ده ویلي، امریکا لا دا غوراوی په پام کې لري چې د افغانستان په ګاونډ کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي چې افغانستان ته د الوتنې مزل لنډ شي.