هغه پاکستانی ملا نیول شوی چې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ته یې د مرګ ګواښ کړی و.
د ځایي پولیسو یوه قوماندان وسیم سجاد پرون پنجشنبه (د غبرګولي ۲۰مه) وویل چې مفتي سردار علي حقاني د خېبر پښتونخوا په لکي مروت کې نیول شوی دی.
دې ملا په یوه ویډیو کې چې ټولنیزو رسنیو ته راوتلې وه ګواښ کړی و چې ملاله یوسفزۍ د واده په اړه د هغې د وروستیو خبرو له کبله وژني.
په دې ویډیو کې دا ملا په سټېج له وسلې سره لیدل کېږي او له خلکو غواړي چې پر ملالې پاکستان ته د ور ګرځېدو پر مهال انتحاري حمله وکړي.
ملالې د همدې میاشتې په پيل کې له یوې بریتانوۍ مجلې سره مرکه کې ویلي و، تراوسه نه پوهېږي چې خلک ولې واده کوي.
هغې دغه راز ویلي، که غواړی ژوند کې یو څوک له ځان سره ولرئ، ولې مجبوره یې چې د واده سند لاسلیک کړی.
پاکستانی ملا ادعا کړې چې ملالې پر دې خبرو اسلام ته سپکاوی کړی دی.