د لوګر خبریالان: د حقپرست د وژلو عاملین دې مجازات شي

Your browser doesn’t support HTML5

پخوانی خبریال حفیظ‌الله حقپرست د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند په کلنګار سیمه کې ووژل شو. عیني شاهدان وايي چې هغه په خپله ځمکه کې په کرونده بوخت و چې د ښکېلو ډلو په نښته کې ووژل شو. حفیظ‌الله حقپرست له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې له کومې رسنۍ سره دنده نه‌درلوده.