امریکا بغلان کې د ماین پاکانو وژنه غندلې او د 'سمدستي' څېړنو غوښتنه یې کړې

Your browser doesn’t support HTML5

بغلان کې د ماین پاکۍ پر دفتر وسله‌وال برید ۱۰ تنه ووژل او ۱۸ نور ټپیان دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بغلان ولایت کې د لس ماین پاکوونکو وژنه غندلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د چهارشنبې (د غبرګولي ۱۹مه) د ورځې په خبري غونډه کې په دې اړه د سمدستي څېړونو غوښتنه وکړه.

نوموړی زیاته کړه: "موږ د افغانستان په بغلان ولایت کې هغه وحشتناک برید چې په کې د هلو ټرسټ د نړیوال سازمان لس ماین پاکان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول په سختو ټکو غندو. هلو ټرست کلونه وشول افغانستان کې د ماین پاکۍ چارې پر مخ وړي. دا یو مهم کار دی چې ټولو افغانانو ته یې ګټه رسیږي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې یا داعش د سې شنبې په ورځ ناوخته د دې خونړي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د هلو ټرست موسسې پر خپل ټویټر لیکلي چې په بغلان کې د دوی د ماین پاکۍ کمپ ته د وسله والو د ننوتلو پر مهال ۱۱۰ تنه د ماین پاکۍ له ورځني کار وروسته په دې کمپ کې راټول شوي وو.

هلو ټرست په دې برید کې د خپلو لس کار کوونکو وژنه او د شپاړلس نورو ټپي کېدنه تایید کړې ده.