ملګري ملتونه: په نړۍ کې له هرو ۱۰ ماشومانو یو ماشوم کار کوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

ملګرو ملتونو نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۰مه) وویل چې په تېرو دوو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره د هغو ماشومانو شمېر زیات شوی چې کار کوي او دې سازمان خبرداری ورکړ چې د کرونا وبا د میلیونونو نورو ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو موسسې، یونېسف او د کار نړیوال سازمان په خپل ګډ راپور کې ویلي دي چې په نړۍ کې د هغو ماشومانو شمېر چې کار کوي ۱۶۰ میلیونو ته لوړ شو چې دا شمېره په تېرو څلورو کلونو کې ۸ میلیونه او ۴ لکو ته لوړه شوې ده.

د یونېسف اجرایي رییسې هنریتا فور وویل: "د ماشومانو د کار د مخنیوي برخه کې له خپلې مبارزې د لاس اخېستو په حال کې یو، پروسږکال دا مبارزه پسې سخته شوه او اوس د یوه کال په تېریدو چې پر ټولبند کال اوړي، ښوونځي بند دي، اقتصادي ګډودۍ شته، ملي بودجې په کمېدو دي نو کورنۍ مجبوره شوي چې هغه څه وکړي چې زړه یې نه غواړي."

د یونېسف اجرایي رییسه هنریتا فور

په نړۍ کې له ۱۰ ماشومانو نږدې یو تن کار کوي او ملګري ملتونه په خپاره کړي راپور کې خبرداری ورکوي چې له دې سره د ټول نسل روغتیا، تعلیم او ښه راتلونکی له ګواښ سره مخامخ کېږي.

افریقا ډېره اغیزمنه ده، خو د ملګرو ملتونو په وینا کووېډ-۱۹ ناروغۍ د نړۍ په نورو سیمو کې لکه اسیا او لاتین امریکا کې د پرمختګونو مخه نیولې ده.

د هغو ماشومانو چې کار کوي، فیصدي هغومره ده لکه په ۲۰۱۶میلادي کال کې چې وه، خو د نفوس له زیاتېدو سره دا په دې معنی ده چې دا شمېره لوړه شوې ده.

په راپور کې راغلي دي چې ۷۰ سلنه ماشومان د کرنې په برخه کې په کار بوخت دي.

په دې راپور کې خبرداری ورکړل شوی دی چې ۹ میلیونه ماشومان له دې خطر سره مخامخ دي چې تر ۲۰۲۲ میلادي کال تر اخره به کار ته سوق شي او علت یې د کرونا وبا او د ښوونځيو بندېدل دي.