د یوه بل خبریال غږ هم ټپ شو؛ کورنیو چارو وزارت: طالبانو لوګر کې 'حقپرست' وواژه

(چپ) خوا وژل شوی خبریال حقپرست

د لوګر له ناامنيو څخه د یوه راپور ورکوونکي غږ د تل لپاره چوپ شو.کابو ۳۶ کلن حفیظ الله حقپرست د روانې اوونۍ د چهارشنبې (د غبرګولي ۱۹مه) په ورځ له غرمې وړاندې د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند په کلنګار سیمه کې هغه مهال چې په خپله ځمکه کې په کرونده بوخت و ووژل شو.

د نوموړي د کورنۍ غړي وایي، حق پرست د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د رامنځته شوي نښتې له امله چې د جنګ یوه مرمۍ یې په لاس او سینه ولګېده، ووژل شو.

د رحمت الله په نوم د حق پرست وراره له رسنیو سره په خبرو کې ادعا کوي چې کاکا یې د افغان سرتېرو له لوري په فیر شوي مرمۍ لګیدلی.

دی وايي: "زه همالته وم چې حقپرست صیب شهید شو، چای مو سره څکه، زه ترې کار ته ولاړم دی همالته و چې ټک او ټوک شو، مرمۍ راغله او دی پرې ولګېد."

د حقپرست ملګري خبریالان هم د نوموړي پر مړینه د غم اوښکې تویوي وایي، د حقپرست د وژل کېدو عاملین دې په نښه او له قانون سره سم دې په سزا ورسیږي.

د لوګر یو تن ازاد خبریال مطیع الله سرور وایي: "موږ خبریالان د هغه جنازې ته راغلي یو او د عدالت غوښتونکي یو، له هغو کسانو سره باید قانوني چلند وشي، چا چې مرمۍ فیر کړي او دی پرې لګیدلی."

خو د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي ازادي راډیو ته وویل چې نن ورځ په دې سیمه کې چېرته چې ځایي خبریال حقپرست وژل شوی، د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ کومه جګړه نه ده شوې او په خبره یې ښایي، نوموړی د هوایي ډزو او یا هم د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوی وي.

د وژل شوي حقپرست د جنازې مراسم

احمدي زیاته کړه: "په دې سیمه کې جنګ نه دی شوی او نه هم دا پېښه له موږ سره ثبت شوې، کیدای شي نوموړی وسله والو طالبانو چې تل یې عام خلک وژلي، وژلی وي او یا هم د هوایي ډزو په مرمۍ لګیدلی وي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې حقپرست په یوه داسې سیمه کې وژل شوی، چېرته چې وسله وال طالبان ډېر حضور لري او په خبره یې د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې حقپرست وسله والو طالبانو وژلی دی.

تر اوسه هېڅ یوې ډلې د حقپرست د مړینې پړه نه ده منلې او نه هم وسله والو طالبانو د افغان حکومت د ادعا په غبرګون کې څه ویلي دي.

حفیظ الله حقپرست شااوخوا دوه کاله وړاندې واده کړی و او له هغه یوه لور او مېرمنه پاتې شول.

نوموړي له ۱۳۸۳ کال راهیسې له بېلابېلو رسنیو سره د خبریال او د خپرونو د وړاندې کوونکي په توګه کار کړی و، خو له تېرو شااوخوا شپږو میاشتو راهیسې یې له کومې رسنۍ سره دنده نه درلوده.