شېرمن: ویانا کې د ایران د اټمي تړون په اړه خبرې پیلیږي

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله وینډي شېرمن

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله وینډي شېرمن وایي، د ایران د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړون سره د متحدو ایالاتونو د بېرته یوځای کېدو په هدف خبرې به د روانې اوونۍ په پای کې په ویانا کې بېرته پیل شي.

دغه خبرې چې د اروپایي ډیپلوماټانو په منځګړیتوب ترسره کېږي، ایراني او امریکایي مرکچیان په کې په غیر مستقیم ډول ګډون لري.

تر اوسه د دغو خبرو پنځه پړاوونه ترسره شوي او مرکچیانو د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې خبرې ډېرې حساسې مرحلې ته داخلي شوي دي.

مېرمن شیرمن ېوې انلاین غونډې ته چې د جرمن مارشال فنډ له خوا تنظیم شوې وه وویل: " زما په باور په خبرو کې ډېر پرمختګ شوی، خو د خپلې تجربې پر اساس ویلي شم، تر هغو پورې چې پر وروستي جز هم نه وي سلا شوي، په ډاډه نشم ویلی چې یوې نهایي موافقې ته به ورسېږو."

مېرمن شېرمن د ایران د ولسمشرۍ راتلونکې انتخابات د خبرو د پیچلتیا بل عامل وباله. هغه انتخابات چې په نتیجه کې به یې د اټمي تړون د ملاتړي ولسمشر حسن روحاني ځای بل یو چې تر ډېره ویل کېږي هغه به یو سخت دریځی وي، نیسي.