جو بایډن نن پنجشنبه د بریتانیا له صدراعظم سره ګوري

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن

ټاکل شوې ده چې د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۰مه) د بریتانیا له صدراعظم بورېس جانسن سره وګوري.

دی د متحد ایالاتونو د ولسمشر په توګه د خپل لومړي بهرني سفر په ترڅ کې تیره شپه بریتانیا ته ورسېد.

ټاکل شوې ده چې سبا ښاغلي بایډن د بریتانیا په کارنوال ښار کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېواد 'جي اووه' په غونډه کې برخه واخلي.

د دې درې ورځنۍ غونډې پرمهال د بریتانیا هدف دا دی چې له متحد ایالاتونو سره خپل اړیکي چې د پخوانۍ ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وخت اغېزمنې شوې وې، بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.

ولسمشر بایډن به د جي اووه غونډې ترڅنګ د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان له مشرانو سره هم دوه په دوه خبرې وکړي.