افغانستان کې د برېښنا ستنو ویجاړېدو د 'ګڼو فابریکو فعالیتونه' په ټپه درولي

د کابل شمال کلکان ولسوالۍ کې په بمونو الوزول شوې د برېښنا ستن

د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدراسیون وايي چې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا د ستنو د ویجاړېدو له امله د زیات شمېر فابریکو فعالیتونه په ټپه درېدلي او د تولیداتو کچه راټیټه شوې ده.

د دې فدراسیون مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې د ناامنۍ زیاتېدل بله هغه ستونزه ده چې له امله‌يې سوداګر په وېره کې دي او خپلې پانګې له هېواده باسي.

نوموړی وايي چې د تېرو دوه میاشتو په پرتله د افغانستان سوداګریز وضعیت خراب شوی دی.

ده له امنیتي بنسټونو وغوښتل چې روان وضعیت کنټرول او د سوداګرو ستونزې حل کړي.