کورنیو چارو وزارت: طالبانو بغلان کې لس ماین پاکان وژلي

ارشیف، یو تن ماین پاک

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو بغلان کې لس ماین پاکان وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه وزارت نن چهارشنبه (د غبرګولي ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه تېره شپه لس بجې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شیخ جلال سیمه کې شوې.

خبرپاڼه کې راغلي، وسله وال طالبان دغلته د ماین پاکانو کمپ ته ننوتلي او پر دې کسانو یې ډزې کړي دي.

تراوسه معلومه نه ده چې وژل شوي د ماین پاکۍ د کومې ادارې یا موسسې کار کوونکي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پېښه کې لاس لرل رد کړي دي او ویلي یې دي، له څېړنو وروسته ورته په ډاګه شوې چې دا ماین پاکان ۴ مخ پټو کسانو په ډزو سره وژلي دي.

په افغانستان کې سره له دې چې د وسله والو طالبانو له خوا په جګړه کې ماینونه کارول کېږي، خو د ماین پاکانو ډلې تر ډېره د هغو ماینونو پر پاکولو لګیا دي چې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال خښ شوي دي.