د سعودي په کوربتوب پر افغان سولې غونډه جوړیږي

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د افغانستان د سولې په اړه په مجازي کنفرانس کې د پاکستان مهم چارواکي برخه اخلي.

په پام کې ده سعودي عربستان او د اسلامي نړۍ د اړیکو د سازمان په کوربه­ توب د افغانستان، پاکستان او سعودي عربستان دیني عالمان سبا پنجشنبه پردې موضوع خبرې وکړي.

د ارشاد، حج او وقافو وزارت ویاند، فضل محمد حسیني ازادي راډیو ته وویل: "په دغه کنفرانس کې د پاکستان د اسلامي چارو وزیر او ډېر لوی-لوی علما ګډون کوي. دغه راز د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، د اسلامي همکاریو په سازمان (OIC) کې د افغانستان استازی او په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر به د افغانستان له نورو دیني عالمانو سره په دغه کنفرانس کې ګډون کوي.»

دا کنفرانس داسې وخت جوړېږي چې په افغانستان کې د ناامنیو پېښې خورا زیاتې شوې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پرون سې شنبه (د غبرګولي ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې وویل، په زیاتو سیمو کې جنګي وضعیت دی او خلک له ستونزو او د قرباني کېدو له خطر سره مخامخ دي.