کرونا؛ د کانکور ازموینو لپاره د زده کوونکو روزونکی نظر زلمی مړ شو 

نظر زلمی

نظر زلمی چې د طلوع په نوم یې په کابل کې له څو لسیزو راهیسې د کانکور د ازموینو لپاره زده کوونکي روزل، مړ شو.

نظر زلمی تېره شپه په روغتون کې د کرونا ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

په افغانستان کې په کرونا د ټولو اخته کسانو شمېر څه باندې دوه اتیا زره درې سوو ته رسیدلی دی چې له دې ډلې درې زره دوه سوه یو پنځوس کسان مړه شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته له چین څخه د کرونا اووه لکه ډوزه واکسین ورسیږي.