امنیتي سرچینه: د فاریاب دولت اباد ولسوالۍ طالبانو نیولې

دافغانستان په نقشه کې د فاریاب ولایت

د یوې امنیتي سرچینې په وینا د فاریاب دولت اباد ولسوالۍ نن سهار طالبانو نیولې ده.

دا خبره یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وکړه، خو دې سرچینې د خپل نوم له یادولو ډډه وکړه او څرګنده یې کړه چې اجازه نه لري چې له رسنیو سره وغږیږي.

د دې سرچینې په وینا د دولت اباد ولسوالۍ له مرکزه امنیتي ځواکونه د قرمقول په لور شاته شوي دي.

دولت اباد ولسوالۍ له درېیو کلونو راهیسې د دولت مخالفو وسله والو محاصره کړې وه او دې ولسوالي ته به دولت د هوا له لارې اکمالات کول.

د فاریاب چارواکو او شاهین دوه سوه نهه قول اردو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.