خوست کې د سپنج 'فوم' جوړولو تولیدي فابریکه جوړه شوه

ارشیف، عکس تزیني بڼه لري

په خوست ولایت کې د فوم جوړولو تولیدي فابریکې په فعالیت پيل وکړ.

د خوست والي مهمد کټوازي ازادي راډیو ته وویل چې دغه فابریکې باندې ۷ لکه ډالره پانګونه شوې او په ورځ کې د ۴ ټنه فوم یا سپنج د تولید ظرفیت لري .

د نوموړي په خبره دغې فابريکې په مستقیم او غیر مستقیم ډول شااوخوا ۳۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

ښاغلی کټوازی وايي، دغه فابریکه سموات صنعتي پارک کې په پنځه جریبه ځمکه کې جوړ شوی ده.

د خوست ولایت د مقام د معلوماتو له مخې دا مهال په خوست ولایت کې ۲۳۵ لويې او وړې تولیدې فابریکې فعالیت لري.