د افغانستان او پاکستان دیني عالمان راتلونکې پنجشنبه پر سولې غونډه کوي

د افغانستان او پاکستان ګډ بیرغونه

د پنجشنبې په ورځ د افغان سولې په اړه د افغانستان او پاکستان د علماوو ترمنځ ګډه ناسته ترسره کيږي.

د افغانستان د حج اوقافو وزارت وزارت وايي، دغه ناسته د سعودي عربستان په کوربتوب او رابطه عالم اسلامي بنسټ تر څار لاندې د يوې ورځې لپاره جوړېږي.

د دې وزارت وياند فصل محمد حسيني نن سې شنبه ازادي راډيو ته وويل، په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان د مشهورو علماوو ترڅنګ د اسلامي همکاريو سازمان ځيني غړي، هلته د افغانستان او پاکستان سفيران او د دواړو هېوادونو د حج اوقافو وزيران به هم ګډون ولري.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې دا ناسته د سعودي عربستان په مکې ښار کې په انلاين بڼه ده، خو ځيني چارواکي به د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر هم وکړي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د افغان سولې په اړه د اسلامي هېوادونو علماوو ناسته کړې وه او په افغانستان کې یې روانه جګړه د اسلام له نظره ناروا بللې وه.