د ۲۰۹ شاهین قول اردو: فاریاب کې یو کنډک لا هم مقاومت کوي

فاریاب کې امنیتي سرتیري د عملیاتو پر مهال

په شمال کې د ملي اردو چارواکي د فاریاب د قیصار وضعه ښه نه بولي، خو وايي چې د دوی یو کنډک لا هم د طالبانو د بریدونو پر وړاندې مقاومت کوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "اوس وخت د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان په قیصارو کې دی. متاسفانه ټولو پولیسو او امنیتي ځواکونو سیمې پرېښې ده. یوازې د ملي اردو کنډک هلته شته او له دښمن سره مبارزه کوي."

رضايي وویل چې په قیصار ولسوالي کې د طالبانو سنګرونه تېر ماښام بمبار شوي او درانه تلفات ور اړول شوي.

هاخوا د فاریاب ولایتي شورا ویلي چې د قیصار د امنیه قوماندان په شمول ځینې افغان پوځیان د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي.

په قیصار سربېره د غور شهرک ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته لوېدلې.

په ارزګان کې هم د ګېزاب ولسوالۍ د طالبانو له خوا نیول شوې.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد پرون تایید کړې چې افغان پوځیانو له ګېزابه د ده په خبره تخنیکي شاتګ کړی دی.