بلېنکن: نه غواړو د 'نارډ سټریم ۲پروژې' تر پوره کېدو اوکراین زیان وویني

د 'نارډ سټریم دوه پروژه'

امریکا متحده ایالاتونو او د ختیځې اروپا ګڼو هېوادونو له 'نارډ سټریم دوه پروژې' سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې دا پروژه د روسیې په انرژۍ د اروپا د لا زیاتې اتکا د اوکراین د اقتصاد او امنیت د کمزوري کولو لامل کېږي.

له دې سره-سره د ولسمشر جو بایډن ادارې تېره میاشت موافقه کړې چې جرمني ته د روسیې د طبیعي ګازو د انتقال پر پروژې له ځینو بندیزونو تېر شي، هغه کار چې له جرمني سره د اړیکو د ښه کېدو په خاطر شوی.

برلین له نارډ سټریم دوه پروژې کلک ملاتړ کوي. تمه ده چې د روسیې طبیعي ګاز د بالتیک سمندرګي له لارې جرمني ته انتقال شي.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو په استماعیه غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل چې جرمني اوس وخت له 'نارډ سټریم دوه پروژې' وروسته له اوکراین سره د مالي مرستو په څرنګوالي باندې بحث کوي.

بلېنکن وايي، جرمني د 'نارډ سټریم ۲پروژې' تر پوره کېدو د اوکراین د تاوانانونو د جبران په لارو چارو پسې ګرځي

د بلېنکن په خبره تمه ده چې د دې پروژې په بشپړېدو سره اوکراین میلیاردونه ډالره چې اوس وخت یې د ګازو د انتقال په خاطر ګټي له لاسه ورکړي، خو د ده په خبره واشنګټن نه غواړي چې اوکراین له دغو پیسو په محرومېدو سره اقتصادي ستونزې وویني.

هغه اوکراین ته د تاوانونو د جبران د څرنګوالي په اړه جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل ځینې خلک په دې نظر دي چې جرمني کولای شي د اوکراین د انرژۍ په صنعت پانګونه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په خبره مهمه ده چې واشنګټن او برلین موافقه وکړي، څو که په راتلونکي کې روسیه وغواړي له نارډ سټریم دوه ګازو پایپ لاینه د ګاونډیو یا د ختیځې اروپا د هېوادونو پر وړاندې د زور د الې په توګه کار واخلي امریکا وکولای شي په دې پایپ لاین بندیزونه ولګوي.

په دې اړه نور: زلنسکي: د امریکا او روسیې ولسمشرانو له لیدنې مخکې غواړم بایډن سره ووینم

امریکا د اوکراین له نږدې ملاتړو ده او تل یې د دغه هېواد له پولو سره د روسیې پراخ پوځي مانورنه غندلي.

هاخوا د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پرون دوشنبه(د غبرګولي ۱۷مه) وویل، امریکایي سیال یې جو بایډن بلنه ورکړې چې په جولای کې امریکا ته ورشي.

ښاغلي زلنسکي له دې مخکې ویلي و چې له جوبایډن سره په لیدنه کې غواړي په نارډ سټریم دوه پروژې باندې د زیاتو بندیزونو د لګولو په اړه خبرې وکړي.