چارواکي: د ارزګان ګېزاب ولسوالۍ او د چورې ولسوالۍ ۱۴ امنیتي پوستو سقوط کړی

ارشیف، ارزګان کې د افغان ځواکونو عملیات

چارواکي او په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلګو استازي وایي چې د دې ولایت د ګېزاب ولسوالۍ طالبانو نیولې او په چوره ولسوالۍ کې هم ۱۴ امنیتي پوستو سقوط کړی دی.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلګو استازي بسم‌الله جان محمدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د ګېزاب ولسوالۍ نن یو ساعت مخکې پولیسو طالبانو ته پرېښې او مېشت سرتېري ټول دایکنډي ولایت ته تللي دي.

ښاغلی محمدي زیاتوي: "نیم ساعت مخکې چې ګېزاب ولسوالۍ سقوط وکړي، پولیسو او اردو یوه یوه میله سلاح‌يې وړې او دایکنډي ولایت ته تللي دي، که اردو دي او که پولیس دي ټول تللي دي."

د ګېزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان لالی او د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد بیا وايي چې په ګېزاب ولسوالۍ کې امنیتي سرتېرو تاکتیکي شاتګ کړی.

ښاغلي محمدي دغه‌راز وویل چې پر چوره ولسوالۍ کې ۱۴ امنیتي پوستې طالبانو نیولې دي. په چوره ولسوالۍ کې د ملي اردو د کنډک رئيس ارکان نجیب‌الله هم ازادي راډيو ته د دغو امنیتي پوستو د سقوط خبره تأیید کړه.

د وسله‌والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا رسنیو په استولي پیغام کې ویلي دي چې د ګېزاب ولسوالۍ یې نیولې او ټول مېشت سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د غور والي عبدالظاهر فیض‌زاده تأیید کړه چې د شهرک ولسوالۍ طالبانو نیولې.

نوموړي نن ازادي راډیو ته وویل: "پرون پنځه بجې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره زموږ امنیتي ځواکونو د شهرک ولسوالۍ تخلیه کړه."

تر دې مخکې د سیمې طالبانو ازادي راډیو ته یوه وېډیو استولې او ادعا یې کړې وه چې د شهرک ولسوالۍ ودانۍ او امنیه قوماندانۍ یې نیولې ده.

وړمه شپه د شهرک ولسوالۍ د عامه نظم پر مرکز د طالبانو د یوه موټر بم په چاودنه کې ۱۰ اافغان پوځیان وژل شوي وو.