هرات کې به سږ کال د ځمکني توتانو حاصلات ۱۵۰ متریک ټنه ته ورسېږی

ارشیف، د ځمکني توتانو حاصلات

په هرات کې به سږ کال د ځمکني توتانو حاصلات ۱۵۰ متریک ټنه ته ورسېږی. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ سرپرست بشیر احمد احمدي نن ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي او ښه حاصلات‌یې ورکړي دي.

نوموړي وویل چې تېر کال په هرات کې ځمکني توتان ١٤٠ مټریک ټنه وو.

هرات د مناسبې هوا له امله د هېواد په کچه د ځمکني توتانو تر ټولو لوی فارمونه لري.

باید وویل شي چې اوس په بازار کې د يو کیلو ځمکنيو توتانو بیه له ۲۰۰ نیولې تر ۲۵۰ افغانۍ پورې ده.

د هرات ځمکني توتان نیمروز، غزني، فراه، کندهار او بادغیس ولایتونو ته هم استول کېږي.

افغانستان د ځمکنيو توتانو کرکېلې لپاره مناسبه هوا او اوبه لري چې سږ کال د هېواد په ځينو برخو په ځانګړې توګه کندهار او ننګرهار کې یې کرکېله پراخه شوې ده.

ځمکني توتان په لويه کچه د ويټامين سي ترڅنګ په خپل ترکيب کې نور ويټامينونه هم لري چې د انسان د روغتيا لپاره ګټور بلل کېږي.