زلنسکي: د امریکا او روسیې ولسمشرانو له لیدنې مخکې غواړم بایډن سره ووینم

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي، مخکې تر دې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وګوري دی غواړي له ولسمشر بایډن سره ملاقات وکړي.

زلنسکي ویلي، دی به له ولسمشر بایډن سره د امریکا پر هغه پرېکړه خبرې وکړي چې د نورد سټریم دوه په نوم د ګازو پر نل‌لیکه یې بندیزونه مستثنی کړي دي.

په پام کې ده، د امریکا او روسیې ولسمشران د جون پر ۱۶مه په ژنیف کې سره وګوري.

د اوکراین ولسمشر زلنسکي د امریکا له اکسیوس خبري وېب‌سایټ سره په مرکه کې وویل، دی به په هر ممکنه وخت کې له ولسمشر بایډن سره وګوري او دی به وهڅوي چې د دغې نل‌لیکې مخه ونیسي.

ده ویلي دا نل‌لیکه یوه واقعي وسله ده چې دا مهال د روسیې فدراسیون په لاس کې ده.

نورد سټریم دوه نل‌لیکه پر اوکراین د تېرېدو پر ځای له روسیې څخه د بالتیک سمندرګي په تل کې جرمني ته غځېدلې.

اوکراین تر ډېره له خپلې خاورې د ګازو او نورو تېرو شویو نل‌لیکو د ترانزیټ پر فیسونو متکي دی.