د اریانا ټلوېزیون د ویاندې مینا خیري خور مړه شوه

د اریانا ټلوېزیون وژل شوې ویانده مینا خیري

د اریانا ټلوېزیون د ویاندې مینا خیري خور، حسنیه خیري نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) د سختو ټپونو له کبله په کابل کې ساه ورکړه.

حسنیه خیري د پنجشنبې په ورځ په هغه چاودنه کې ټپي شوې وه چې د اریانا ټلوېزیون ویانده مینا خیري او د دوی د مور د مړینې سبب شوې وه.

د مینا خیري او مور د جنازې مراسم پرون شنبه په کابل کې ترسره شول.