د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، طالبان باید د سولې او اوربند لپاره تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړي.
محمد حنیف اتمر نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) په هرات کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، ګڼ هېوادونه په افغانستان کې پر لویو پروژو پانګونې ته لېواله دي، خو ناامني خپله لویه ستونزه ګڼي: "طالبان دې د سولې، اوربند او د خبرو له لارې د افغانستان د راتلونکي د جوړولو لپاره دا تاریخي فرصت له لاسه نه ورکوي. طالبان باید افغانستان له سولې او امنیت محروم نه کړي. دوی دې افغانستان له مهمو- ملي پروژو نه بې برخې کوي. دغه ټول هېوادونه له موږ سره د خبرو پر مهال خپله تر ټولو غټه ستونزه د امنیت موضوع ګڼي."
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په هرات ولایت کې له خپل ترکمنستاني سیال رشید میردوف سره د هرات- تورغونډۍ د رېل پټلۍ پروژې د چارو د ګړندي کېدو غوښتنه وکړه.
دغه پټلۍ چې ۱۲۴ کیلومتره ده، د هرات له کشک کهنه، کشک رباط سنګي، ګلران، انجیل او ګذرې ولسوالیو تېرېږي او د هرات تر هوايي ډګره دوام کوي.
د دې پټلۍ د سروې او ډیزاین موافقه ۵ کاله مخکې لاسلیک شوې وه.