غور چارواکي: ۱۰ سرتیري وژل شوي او ۴ لادرکه دي

غور کې امنیتي سرتیري

په غور ولایت کې چارواکو د ۱۰ سرتېرو د وژل کېدو او څلورو نورو د ورکېدو خبر ورکړ.

د غور د شهرک ولسوالۍ امنیه قوماندان وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د عامه نظم پر قرارګاه موټربم چاودنه وکړه.

برهان الدین پهلوي یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "یو کس روغ پاتې شوی، لس کسان مو شهیدان شوي او څلور تنه لادرکه دي، نه پوهېږو له طالبانو سره دي که تر کنډوالو لاندې شوي دي."

په غور کې له تېرې له سلام شبکې پرته د نورو مخابراتي شبکو فعالیت ټکنی شوی دی.

بخوا د فاریاب د ولایتي شورا یوه غړي محمد نادر سعیدي ویلي و چې د قیصار امنیه قوماندان سیف الرحمن دهزاد له ۱۳ نورو پوځیانو سره تېره شپه له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.