ننګرهار چارواکي: د ۳ وژل شوېو مېرمنو په تړاو ۲ تنه نیول شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د یوې ښځې او د هغې د دوو لوڼو د وژل کېدو په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

دغه درې ښځې، تېره شپه په مرکز جلال اباد ښار کې وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند، فرید خان نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) رسنیو ته وویل: "په دې قضیه کې موږ هم دوه تنه نیولي چې یوه په کې زنانه ده او یو نارینه. بل تن تښتېدلی دی. زموږ د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت هڅې تېزې کړي چې دغه کس هم ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري."

د پېښې نور جزییات لا څرګند نه دي، خو چارواکو د پېښې علت کورنۍ ستونزه بللې ده.