د بادغیس والي: ماین چاودنې ۱۱ ولسي وګړي وژلي

د افغانستان په نقشه کې د بادغیس د ولایت نقشه

په بادغیس کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ ولسي وګړي وژل شوي دي.

دا خبره د بادغیس والي حسام الدین شمس تېر ماښام ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل چې دا پېښه د دې ولایت د اب کمري ولسوالۍ د چرانک او ګنداب کلیو ترمنځ سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې د سړک د غاړې یو ایښودل شوی ماین په یوه مسافر وړونکي فلاینکوچ ډوله موټر وچاودېد.

ښاغلي شمس زیاته کړه: "د چاودنې په نتیجه کې ۱۱ ملکي وګړي شهیدان شوي چې درې یې ماشومان او څلوريې ښځې او نور سړیان دي."

ښاغلي شمس وویل، دغه ماین طالبانو ایښی و خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.