د هدفي وژنو په اړه پر ټویټر اعتراضونه؛ "د هزاره ګانو نسل وژنه دې بنده شي"

یو ټویټرکارونکي بصیر اهنګ د جون په درېیمه نېټه لیکلي:"په کابل کې پر هزاره ګانو دوهم برید. دا برید چې د کابل په پل سوخته سیمه کې پر ملکیانو شوی، د قربانیو شمېر معلوم نه دی.# د هزاره ګانو نسله وژنه دې ودریږي."

‎د کابل په لویدیځ کې د هدفي وژنو په اړه پر ټویټر اعتراضونه! ‎د دغې ټولنیزې رسنۍ ډېری افغان کاروونکو 'د هزارګانو نسل وژنه بنده کړئ' هشټک په کارولو غوښتنه کړې چې دغه حملې د هزارګانو د نسل وژنې په توګه په رسمیت وپېژندل شي او مخه یې ونیول شي.

‎د سیاسي چارو فعال اصف اشنا چې د اعتراض کوونکو له ډلې دی وایي، په ټوله نړۍ کې یو شمېر اعتراض کوونکي چې افغانان دي، دغه ۲۴ ساعته لړۍ پیل کړې ده.

ښاغلي اشنا زیاته کړه: "پر ټویټر د دغه انټرنیټي عدالت غوښتنې هدف د هدفي وژنو په رسمیت پېژندل دي چې له څو کلونو راپه دېخوا د هزاره ګانو پر وړاندې روان دي، ‎دغه وژنې د جینوسایډ کنوانسیون او د جینوسایډ د کنوانسیون دویمې مادې ته په کتو چې د جینو سایډ جرم تعریفوي، د دغو حمله هره یوه یې د نسل وژنې ښکاره بېلګې دي."

‎د ښاغلي اشنا په خبره، د اعتراضونو دا ټویټري لړۍ د افغانستان او نړۍ په کچه د 'نسل وژنې' د مخنیوي په هدف پیل شوې ده.

‎د #StopHazaraGenocide ټویټري هشټک د شنبې (د غبرګولي ۱۵مه) په ورځ په افغانستان کې 'ټرېنډ' شو.‎

له دې سره هم مهاله، د امریکا په ځینو لویو ښارونو کې هم یو شمېر افغانانو په دې اړه په اعتراضونو لاس پورې کړی دی.

‎د دغو اعتراضونو یو تنظیموونکي داوود وصل ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "په افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې په اړه، نن ټاکل شوې چې د سیمه ییز وخت پر مهال دوه بجې د امریکا د بېلابېلو ایالاتونو لکه واشنګټن ‌‌‌‌‌‌ډي سي، کلیفورنیا، فینکس، اریزونا او ځینو نورو ځایونو کې دغه اعتراضونه پیل شي،سلګونه امریکا مېشتي هزارګان به په کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړي."

‎د افغان حکومت ویاندویانو په دې اړه چې اعتراض کوونکو دغه حملې 'د هزاره ګانو نسل وژنه' بولي، د نظر له ورکولو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړه، خو ویلي یې دي چې د کابل د لویدیځ امنیتي طرحه د ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د دویم مرستیال سرور دانش له لوري جوړه شوې ده.

‎د ملي امنیت شورا دفتر ویاند رحمت الله اندړ وویل چې دغه طرحه په دې شورا کې تر څېړنو لاندې ده:

"د کابل د لویدیځ امنیتي طرحه چې ملي امنیت شورا ته سپارل شوې، تر کار لاندې ده، له تخنیکي او مسلکي څېړنو وروسته به ولسمشر ته وړاندې شي."‎

رحمت‌الله اندر سخنگوی شورای امنیت ملی

دا اعتراضونه د ثور په ۱۸مه نېټه د کابل په لویدیځ کې د سید الشهدا په نوم د نجونو پر ښوونځي د هغې خونړۍ حملې په تړاو دي چې په کې سل کسان ووژل شول.

د دغې حملې له قربانیانو سره د مرستندویه بنستونو له خوا مرستې هم وشوې.

‎د کابل په لویدیځ کې مخکې له دې هم ورته خونړۍ حملې شوې دي.

‎خو دا یوازې د کابل لوېدیځ نه دی چې په کې انتحاري او موتر بم حملې کېږي، بلکې مخکې د افغانستان د پلازمېنې کابل او ولایتونو په نورو سیمو کې هم ورته حملې شوي چې د هر قوم کسان په کې وژل شوي دي .

‎څه موده وړاندې د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې په یو موټر بم برید کې ۲۵کسان ووژل شول او تر ټولو وروستۍ حمله کې بیا تېره ورځ د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ کې د هوایي حملې له امله ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.