افغانستان او ترکمنستان د ځینو پروژو په اړه تفاهم ­لیکونه لاسلیکوي

ارشیف، د افغانستان او ترکمنستان ملي بیرغونه

په پام کې ده د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران په هرات ولایت کې د ټاپي ترڅنګ د ځینو پروژو په اړه د همکاریو تفاهم­لیکونه لاسلیک کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حامد تهذیب رسنیو ته وویل، دغه سندونه به د محمد حنیف اتمر او رشید میرِدوف له خوا نن لاسلیک شي: "د زېربنايي پروژو، تجارت، پاسپورټ، د ټاپي په ګډون د انرژۍ د انتقال او نورو پروژو د تطبیق او لا پراختیا تر څنګ په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د افغانستان او ترکمنستان د اړیکو د لا پیاوړتیا پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله کېږي."

ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه ترکمنستاني سیال قربان قلي بیردي محمدوف د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې پر ۱۴ مه د دواړو هېوادونو ترمنځ درې پروژې پرانیستې وې.

په هغو پروژو کې د ۱۰۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد، د اندخوی-اقینې رېللار او له ترکمنستان څخه د هرات تورغونډۍ ته د نوري فایبر له لارې د ۲۵۰۰ میګابایټه انټرنټ پروژه شامله وه.

ولسمشر غني له ترکمنستان سره سیمه ییزه همکاري مهمه بللې وه.