برېښنا شرکت: ماین چاودنې بګرام کې د برېښنا يوه ستنه زیانمه کړې

د برېښنا شرکت وياند سنګر

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، تېره شپه (جمعه-د غبرګولي ۱۴مه) د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د برېښنا يوه ستنه د ماين چاودنې له امله زیانمه شوې خو نړېدلې نه ده.

د برېښنا شرکت وياند سنګر نيازي ازادي راډيو ته وویل، په قرباغ کې د برېښنا د ویجاړې شوې ستنې د رغولو کار به نن بشپړ شي.

د نوموړي په خبره له دوه میاشتو راهیسې دا شپاړسمه ډ برېښنا ستنه ده چې د روښنايۍ دښمنان پرې بريد کوي.

له ښاغلي سنګر سره د ازادي راډیو خبریال مرکه کړې او په سر کې یې د بيګانۍ شپې د پېښې په اړه ترې پوښتلي، دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له سنګر نیازي سره مرکه