غزني کې ۷۷ سړې خونې جوړې شوي؛ بزګران: محصولاتو مو ښه بازار پیدا کړی

غزني کې شنې خونې

د غزني بزګران وايي، په دې ولایت کې د سړو خونو په جوړېدو سره یې محصولاتو ښه بازار موندلی او ګټه وټه یې کړې ده.

د غزني د ده يک ولسوالۍ ۳۸ کلن اوسیدونکی سیدالرحمن په خپله ولسوالۍ کې په کروندو بوخت دی وايي، د دوی په ولسوالۍ کې د کرنې ریاست له لوري د سړوخونو له جوړېدلو سره د دوی محصولاتو او بیو کې یې ښه والی راغلی دی.

نوموړی زیاتوي: "تېر کال په ځانګړي توګه د پیازو د حاصلاتو په وخت کې چې کله به پیاز ورسېدل، بازار به یې نه درلود، یومن به یې له ۲۰ تر ۳۰ افغانیو پورې پلورل کېدل، خو دا چې موږ سړې خونې پیدا کړې، اوس هغه پیاز یومن له سلو پورته په ۱۳۰ افغانۍ پلورل کېږي."

د واغظ ولسوالۍ اوسېدونکی سیدکرم بیا وايي، تېر کال په دې ولسوالۍ کې کله چې سړې خونې جوړې شوې په وینا یې د نشه يي توکو کرکيله هم صفر شوه او خلکو خپلو حلالو کروندو ته مخه کړه.

دی زیاتوي: "په واغظ کې تېرکال، د کچالو پنځه او د پیازو درې سړې خونې جوړې شوې، مخکې به دلته د نشه يي توکو کرکیله وه، له تېرکاله راهیسې د سړو خونو په جوړېدو د محصولاتو بيې ډېرې ښې شوې، اوس تقریباً یو من کچالو تر یو نیم سلو افغانیو بیه لري، دا ټول د سړو خونو د جوړېدلو لاملونه دي."

غزني کې یو تن بزګر

د غزني کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، دا مهال د غزني ولایت په ده یک، واغظ، اجرستان، ناور، جاغوري او جغتو ولسوالیو کې تر اوسه پورې یاد ریاست ۷۷ سړې خونې جوړې کړي دي.

د دغه ریاست اړوند د محصولاتو امر انجینر محمد ذکي ازادي راډیو ته وویل: "موږ له خلکو سره د ښو اړیکو پرمټ پرهغو ولسوالیو کې چې تر ډېره دولت حاکمیت پرې نه لري، سړې خونې جوړې کړي، څو د هغو سیمو بزګران په سړو خونو کې محصولات زېرمه او ګټه ترې پورته کړي، د سړو خونو له ډلې په خواجه عمري کې د کچالو ۶، په جغتو او ناور کې ۵-۵، په اجرستان کې ۱۰ په مالستان کې ۲۱، په جاغوري کې ۷ او واغظ ولسوالۍ کې بیا ۵ دي چې ټولې ۵۹ سړې خونې دي. همداراز د پیازو په اجرستان کې ۵،په واغظ کې ۳ او ده یک ولسوالۍ کې ۱۰ دي چې ټولې ۱۸ خونې کېږي."

نوموړی زیاتوي، په روان کال کې یې د تازه مېوو د ساتنې لپاره هم پلان جوړ کړی او په وینا یې د سروې ټیمونه یې په سروې بوخته ده.

غزني د افغانستان له کرنیزو ولایتونو څخه دی چې ډیری وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، د دغه ځای بزګران د دغه ریاست له اقدامه خوښ دي چې دوی ته یې په ډېری سیمو کې د کرنیزو محصولاتو د خوندي ساتلو سړې خونې جوړې کړي، خو بیا هم له کرنې ریاسته غواړي چې دغه ولایت کې د بزګرانو ستونزې حل کړي، د اصلاح شوېو تخمونو، نیالګیو، حاصلاتو ته د بازار موندنې او نورو سړو خونو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.