غزني چارواکو د 'ده یک ولسوالۍ' مرکز له اصلي ځایه بل ځای لېږدولی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د ده یک ولسوالۍ مرکز یې له خپل اصلي ځای څخه انتقال کړی دی.

د والي ویاندو واحدالله جمعه زاده د جمعې په ورځ د (غبرګولي ۱۴مه) رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي دي چې د دغه ولسوالۍ مرکز یې د سیمې د ولسونو په غوښتنه انتقال کړی دی.

نوموړي وویل: "له اصلي ځایه فقط سل متره هغه خوا ته چې مخکې د تپې په بېخ کې و اوس مو د تپې سرته پورته کړی چې د امنیت د ښه والي په خاطر او همدا رنګه د ولسونو غوښتنه وه چې په دغه سیمه کې دوی زیات وخت له جګړو په عذاب وي، نو په هم هغه خاطر باندې موږ تغیر د مکان کړی او یادې ولسوالۍ سقوط نه دی کړی."

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته په لیږلي پیغام کې لیکلي دي چې د یادې ولسوالۍ مرکز، امنیه قوماندانۍ او ټول ملحقات په بشپړه توګه وسله والو طالبانو نیولي دي.