اروپایي ټولنې د بلاروس د الوتکو پر مخ د اروپا هوایي حریم بند کړ

د اروپايي ټولنې او بلاروس ګډ بیرغونه

اروپایي ټولنې پر بلاروس د بندیزونو اقدامات شدید کړي او د دغه هېواد د الوتکو پر مخ یې د اروپا هوایي حریم بند کړ.

د اروپایي ټولنې په اعلامیه کې چې پرون جمعه (د غبرګولي ۱۴مه) خپره شوه راغلي، د ټولنې له ټولو ۲۷ غړو هېوادونو غوښتل کېږي چې د بلاروس هوایي شرکت الوتکو ته د الوتنې او ناستې اجازه ورنه کړي.

دا محدودیت د اروپا په وخت له تېرې شپې ۱۲ بجو را په دې خوا عملي شوی دی.

وروسته له دې د بلاروس حکومت په منسک کې د راین ایر شرکت یوه الوتکه د بمب په دروغجن خبرداري ناستې ته مجبوره کړه، اکثره اروپایي هېوادونو د بلاروس پر وړاندې خپل هوایي حریمونه بند کړل.

د مې په ۲۳مه نېټه له دې کینول شوې الوتکې د بلاروس د رژیم یو منتقد فعال او خبریال ونیول شو.