برېښنا شرکت: د برېښنا نړول شوې پایې ورغېدې او فعالې شوې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د کابل په قره باغ او کلکان ولسوالیو کې یې د برېښنا نړول شوې ستنې جوړې کړي دي.

دوی تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل، له دې سره بېرته کابل او شااوخوا ولایتونو ته یې وارداتي برېښنا په عادي ډول وصل شوه.

د برېښنا پایه د وروستي ځل لپاره تېره سې شنبه د قره باغ ولسوالۍ په شینوارو سیمه کې ونړول شوه چې کابل او یو شمېر نور ولایتونه یې تیاره کړل.

برېښنا شرکت له دې وړاندې هم د برېښنا د ۱۳ پایو د نړولو خبر ورکړی و.

د افغانستان اوسنۍ برېښنا ۷۰ په سلو کې وارداتي ده چې له ترکمنستان، ازبیکستان او تاجکستان نه یې اخلي.