پاکستاني چارواکو ته د کابل غبرګون: د سولې ویجاړوونکي د جګړې ګړندي کوونکي دي

د افغانستان او پاکستان بیرغونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني چارواکو د تازه څرګندونو په عکس‌العمل کې ویلي، د سولې ویجاړوونکي هغه کسان دي چې جګړه‌یې ګړندۍ او وینې تویولو ته‌یې دوام ورکړی دی.

دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل، د افغانستان په سوله کې د پاکستان ګټې هم تړلې دي او سوله یوازې د بیانیو یا اعلامیو په خپرولو سره نه‌ټینګېږي.

په اعلامیه کې د کوم پاکستاني چارواکي نوم نه‌دی اخیستل شوی، خو د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې له مشر میر رحمان رحماني سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تر کتنې وروسته دغه وزارت د قریشي په وینا په یوه اعلامیه کې وویل: "په کار ده په افغانستان کې دننه او له دغه هېواده بهر د ویجاړوونکو رول ته هوښیار واوسو."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانان او نړیواله ټولنه له پاکستانه تمه لري داسې ګامونه پورته کړي چې ورسره د سولې بامفهومه خبرې پیل او د تلپاتې سولې لپاره عملي پایلې ولري.