له روغتیاپالانو سره د خلکو د ناوړه چلند په اړه د عامې روغتیا وزارت شکایت 

د کابل په محمد علي جناح روغتون کې د یوه کرونايي ناروغ تر مړینې وروسته د مړي خپلوانو ډاکتران سخت وهلي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت سرپرست شکایت کړی چې ځیني خلک له روغتیاپالانو سره ښه چلند نه‌کوي.

وحید مجروح بېګا په خپل فېس‌بوک د یوې ښځینه ډاکترې شکایت خپور کړی چې د کابل په محمد علي جناح روغتون کې د یوه کرونايي ناروغ تر مړینې وروسته د مړي خپلوانو ډاکتران سخت وهلي دي.

ښاغلي مجروح لیکلي: "ډاکترانو د خلکو د خدمت لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړې، خو بیا هم څپېړې خوري."

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کرونا وبا د درېیمې څپې د راتلو ګواښ مخکې له مخکې کړی و او له خلکو یې غوښتي و چې ټولې روغتیايي سپارښتنې له هغې ډلې د ټولنیز واټن رعایت، د قرنطین جدي تعقیب، د غونډو نه‌دایرول او ګڼ داسې تدابیر په پام کې ونیسي.

دا څو وروستۍ ورځې په افغانستان کې هره ورځ د شاوخوا یو نیم زر کسانو د کرونا ټسټونه مثبت راوځي او د مړینو کچه هم په ورځني ډول له ۳۰ تنو اوښتې ده.

افغانستان کې تر پنجشنبې ناوخته په کرونا د ټولو اخته خلکو شمېر ۷۶،۶۵۳ تنه راپور شوې چې له ډلې یې ۳،۰۶۸ تنه مړه شوي.