د کابل ښار لوېدیځه څنډه کې یوې چاودنې ۴ تنه ووژل او ۵ نور ټپیان دي

هغه ټونس موټر چې د پنجشنبې په ورځ د کابل په پل سوخته سیمه کې پرې چاودنه وشوه. ۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۳

د کابل ښار په لوېدیځه څنډه پل سوخته سیمه کې پرون ماښام یوې چاودنې ۴ تنه ووژل او ۵ نور یې ټپیان کړل.

د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، دا چاودنه چې څرنګوالی یې لا معلوم نه‌دی، د سپرلۍ پر یوه ټونس موټر شوې ده.

له دغې چاودنې شاوخوا پنځه ساعته مخکې د چهار قلعه چهاردهي پر عمومي سړک هم ورته چاودنې ۴ تنه ووژل او ۴ نور یې ټپیان کړل.

د دواړو پرونیو چاودنو مسؤلیت لا کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

د تېرې سې شنبې په ورځ هم د کابل په لوېدیځ کې پر دوو کاستر موټرو پرله‌پسې چاودنې وشوې چې لږترلږه ۱۰ تنه په‌کې ووژل شول.

د کابل دې سیمو کې تر ډېره هزاره توکمه مېشت دي او له دې وړاندې پر دوی د بریدونو پړه داعش وسله‌والې ډلې منلې ده.