د سولې مذاکره کوونکي پلاوي رئيس د اروپايي ټولنې له استازي سره وکتل

محمد معصوم ستانکزی له توماس نېکلاس سره

د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نېکلاس سره د سولې- اوربند او د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې ښاغلي ستانکزي وویل، په افغانستان کې روانه جګړه هېڅ راز مشروعیت نه لري او د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی د سولې خبرو ته پوره چمتووالی لري او له مقابل لوري هم د جدي ارادې هیله کوي.

ښاغلي نیکلاسن وویل چې اروپايي ټولنه د سولې په پروسه کې د ټولنې د بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو د رول ملاتړ کوي.